د اقتصاد وزارت سرپرست له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د بهرنيو اسعارو د زېرمو د خلاصون په برخه کې دې مسوولانه اقدام وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد سرپرست وزیر د افغانستان د اسعارو د زیرمو د ازادولو او پر افغانستان د لګیدلي مالي بندیزونو د لیرې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د مسوولانه اقدام غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو نن پنجشنبه د تله ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست قاری دین محمد حنیف په کابل کې د یوناما د پلټنې له مشرې مېرمن سریلات سره د لیدنې کړي دی.

 په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د یوناما د پروګرامونو او د ملګرو ملتونو د دفترونو د ارزونې په اړه خبرې وکړې.

 د اقتصاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د فعالیتونو د هرکلي ترڅنګ، د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ، د ملګرو ملتونو ادارې او ملاتړي بنسټونه دې د پراختیایي همکاریو او د مسلکي او د کارموندنې د پروګرامونو د متوازن تطبیق په برخه کې د تمرکز غوښتنه وکړه.

 د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانانو د کنګل شوې بهرنۍ پانګې خلاصون او د مالي او بانکي بندیزونو لرې کول د هېواد د اقتصادي ثبات او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مهم وبلل او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو سازمان مسوولانه اقدام غوښتنه وکړه.

 د ایرنا په وینا، امریکا په افغانستان کې د خپلې شرمونکې ماتې د جبرانولو په موخه د افغانانو د بهرنیو اسعارو له ۹ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې زېرمې بندې کړې.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .