د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې یوې رسنۍ نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۲مه اعلان وکړ چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې دا تاییدوي چې د التحریر الشام (پخوانۍ جبهة النصره) په نامه ترهګره ډله د حلب او ادلب په مناطقو کې د استوګنې په سیمو کې د زهرجن ګازونو کارولو ته تیاری نیسي.
د سپوتنیک خبری آژانس راپورورکړی: ترهګرو عناصرو د «جسر الشغور» سیمې په څنډه کې د «ترکستان ګوند» په نامه د تروریستي ډلې له یوه مرکز څخه څو کیپسولونه چې زهرجن ګازونه پکې وو، انتقال کړل، او دوی د «سپینې خولۍ» ډلې په نوم د امبولانسونو په مرسته د ادلیب سویلي سیمو او د حلب په لویدیځ کې نورو ځایونو ته لیږدول شوي.
د سوریې د ملت دښمنانو څو ځلې د دمشق حکومت د دغه هیواد د خلکو پرضد د کیمیاوي حملو د سناریو په کارولو سره د سوریې په سیمو باندې د حملې کولو تور لګولی دی.
د سپینې خولۍ ډلې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال له ترهګرو سره په همکارۍ څو څو ځله هڅه کړې چې په سوریه کې د کیمیاوي بمباریو د جعلي صحنو په جوړولو سره د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو پښې په مستقیم ډول د سوریې جګړې ته پرانیزي، له دې لارې د داعش، التحریر الشام او نورو ډلو سره مرسته کول، خو هر ځل د دوی دسیسې افشا شوي، خو امریکا او متحدینو یې څو څو ځله په سوریه کې د دغه دسیسه په اساس بمباري کړې ده.
د کیمیاوي بریدونو وروستۍ سناریو د ۲۰۱۷ کال د وری په ۱۹ نیټه ترسره شوه؛ په همدې نېټه د «لویدیځ-عربي-صهیونیسټ» رسنیو په ګډه د سوریې په ختیځه غوطه کې د دوما په ښار کې د کیمیاوي برید په اړه ناسم خبرونه خپاره کړل او له هماغه پیله یې د کوم اسنادو له وړاندې کولو پرته د سوریې پوځ د دغه برید عامل وګنل، خو له څو ورځو وروسته ثابته شوه چې کیمیاوي برید په هیڅ صورت نه دی شوی او دا صحنه د غرب او غربي رسنیو یوه دسیسه وه کوم چې د سپینې خولۍ لخوا پلي شوي ترڅو په سوریه کې د لویدیځ برید لپاره زمینه چمتو کړي او ترهګرو وژغوري.
اوس په سوریې کې دترهګرو حملو په بیا پیلیدو سره داسې ښکاری چې ترهګر او دهغوې لویدیځ او صهیونیسټی ملاتړی یو ځل بیا هڅه کوی دغه تکراری او ناکامه سناریو ترسره کړی.
د پیغام پای/
Your Comment