پزشکیان: صهیونیسټي وحشت خپل اوج ته رسېدلی دی/ موږ له خپلو ګاونډیانو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ستونزه نه لرو

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د کړکیچ او شخړې د زیاتیدو په مخنیوي کې صبر وکړ خو صهیونیسټي رژیم د خپل وحشت او جنایت اوج ته رسیدلی دی.

د ایرنا د خبر له مخې،  د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان نیویارک ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ په سیمه ایز وخت د تله په څلورمه نېټه سهار د لوړپوړو امریکايي مفکرانو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل: لوېديځ هېوادونه د نړۍ ټول عامه افکار زموږ پر ضد راپاروي، خو دا څنګه شونې ده، چې د سلګونو بې ګناه ماشومانو او ښځو د وژنې پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي او د دغو جنايتونو د عاملينو ملاتړ وکړي؛ ایا موږ باید باور ولرو چې د دوی ادعا د انسانیت او بشري حقونو لپاره ریښتیا ده نه د خپلو اهدافو او ګټو د پرمختګ لپاره؟

 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم اقدام په تهران کې د شهید هنیه وژل د تعامل په هکله د هغه د اعلان شویو دریځونو په خلاف یو اقدام وباله او څرګنده یې کړه: صهیونیسټانو هڅه کوله چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خلکو د برخلیک او ګډون په تیته ښودلو سره د ایران کمزوری ښکاره کړي، خو کله چې یې پلانونه ناکام شول، هڅه یې وکړه چې موږ په یوه ترهګریز عمل سره د مقابلې او جګړې ډګر ته راواړوو او بیا یې ووايي چې د ایران اسلامي جمهوریت هماغه دی لکه موږ چې وایو د کړکېچ او شخړې په لټه کې دی.

 موږ په صبر سره انتظار کاوه ترڅو د تاو تریخوالي او شخړې مخه ونیول شي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دی څرګندولو چي د ایران اسلامی جمهوریت د کړکیچونو او شخړو د زیاتیدو د مخنیوی لپاره صبر کړی خو صهیونیسټ رژیم د خپل وحشت او جنایت اوج ته رسیدلی دی، وویل: صهیونیسټ رژیم یو ځل بیا د خپلو جنایتونو په هڅه په لبنان کې د جګړې په پراخولو سره غواړي ایران په دغه جګړه کې شامل وکړي، مونږ د دغه توطیه په وړاندي زغم کوو، د صهیونیسټي جنایتونو د شدت او پراخوالي له امله په ایران او سیمه کې د خلکو احساسات سخت ژوبل شوي دي. 

 ولسمشر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې په دغه باندي تأکید چې موږ برجام ته ژمن یو، خو په داسې حال کې چې برجام د تطبیق په حال کې وه، امریکایانو او لویدیځوالو د ایران د اټومي تاسیساتو د تخریب په موخه ایران ته جاسوسان واستول : دا د امريکايانو طريقه ده چې له هر تړون وروسته په هره پلمه هڅه کوي چې د بل لوري د مکلفيتونو بار اوچت کړي تر څو هغه شاته وغورځوي او ګام په ګام يې کمزوري کړي او بيا خپلې غوښتنې پر ضعيف لوري تحمیل کړي. 

ډاکټر پزشکیان د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې ایران کوم ترهګر روزلي، کوم ترهګریز اعمال یې ترسره کړي او کومې ترهګرې ډلې یې رامینځته کړې او ملاتړ یې کړی دی، وویل: له بلې خوا صهیونیسټان هره ورځ ترهګریز اعمال ترسره کوي، هغه ډلې لکه داعش جوړوي او ملاتړ کوي؛ د داعش سره چا جګړه وکړه او چا رامنځته کړ؟ د داعش پر وړاندې د مبارزې اتل څوک وو؟ او چا په وحشیانه ډول ووژل؟ 

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې زمونږ اصلی لاره د ایران د جوړولو لپاره له ټولو قدرتونو او ظرفیتونو څخه استفاده ده، زیاته کړه: مونږ له خپلو ګاونډیانو او د نړۍ له نورو هیوادونو سره هیڅ ډول ستونزه نلرو او حتی اعلان یې وکړ موږ په دې لټه کې یو چې په سیمه کې یوه پراخه ارتباطي شبکه جوړه کړو چې د سیمې د ټولو هیوادونو خلکو ته د آسانه تعامل او تبادلې اجازه ورکوي، او موږ د دې لپاره امنیتي، اقتصادي او سیاسي چمتووالي په لټه کې یو.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .