د ایرنا د خبر له مخې، فلسطیني رسنیو د یکشنبې په شپه خبر ورکړ چې د حماس غورځنګ د یوې بیانیې په خپرولو سره د صهیونیسټي رژیم د جنګي ماشین په مقابل کې د لبنان د اسلامي مقاومت د مجاهدینو د استقامت او زړورتیا ستاینه وکړه.
د حماس زیاته کړه: مونږ د مقاومت مجاهدینو ته د فلسطین د ملت او د غزې په تړانګه او لویدیځه غاړه کې د مقاومت په ملاتړ د هغوی د هوډ د جنګ پر دوام له امله مبارکی وایو.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ مشر څرګنده کړه: د اشغالګر دښمن جنایتونو ته د حزب الله بې ساری ځواب د غزې د تړانګې د نیواک لپاره د صهیونیسټ رژیم د پلانونو ناکامی ثابتوی. حماس څرګنده کړه: په لبنان، عراق او یمن کې د مقاومت د ځواب په ډګر کې بې ساری پرمختګونه به د فلسطین د ملت مقاومت پیاوړی او دښمنان به مغشوش کړی.
د لبنان حزب الله د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د «فادي ١» او «فادي ٢» توغندیو سره یې د «رافایل» وسلو تولید شرکت د اسراییل نظامي تاسیسات په نښه کړي دي. حزب الله زیاته کړه دغه عملیات د غزې د تړانګې په ملاتړ او د لبنان په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه وژنو لومړنی ځواب دی چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې ترسره شوه
په همدې لړ کې صهیونیسټی رسنیو هم خبر ورکړی دی چې حزب الله د تیرې شنبې په شپه د اشغال شوی فلسطین په شمال باندې بې ساری توغندی وویشتل.
دغو رسنیو زیاته کړې، چې له نن سهار راهیسې د «کریوت شمونا» پر ښارګوټي شاوخوا ۳۰ راکټي عملیات شوي دي.
خبري سرچینې وايي، د «کریات بیالیک» په سیمه او شاوخوا سیمو کې د صهیونیسټانو یو شمېر کورونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي. په همدې حال کې دصهیونیسټ رژیم رسنیو د یکشنبې په سهار خبر ورکړ چې د لبنان له خاورې څه دپاسه شل توغندی توغول شوی دی او د اور وژونکو ډلې د اشغال شوی فلسطین په مختلفو سیمو کې د اور په شنډولو بوخت دی .
د پیغام پای/
Your Comment