AP ۱۴۰۳ وږی ۳۱ ۱۷:۰۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85602943
T T
۰ Persons

Tags

په ننګرهار کې د معلولینو د بیارغونې مرکز پرانیستل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو د بیارغونې مرکز د بیا فعالولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن شنبه د وږی په ۳۱مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د بیارغونې مرکز (JRC) د معلولینو لپاره بېرته فعال شوی دی.

 خبرځاى زياته کړه: دغه مرکز چې پخوا په افغانستان کې د سويډن د کميټې له خوا تمويل کېده او د دغې موسسې د بنديدو له امله يې خدمات په ټپه ولاړ دي.  دا چې بنده شوې وه، اوس په افغانستان کې د ناروې د کمېټې په مالي همکارۍ دغه څانګه بېرته فعاله شوې ده.

 د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، دغه مرکز هره ورځ ۱۰۰ تنو ته د روغتیا، فزیوتراپي او د مصنوعي اعضاوو د جوړولو په برخو کې خدمات وړاندې کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .