AP ۱۴۰۳ وږی ۲۷ ۲۱:۰۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85599645
T T
۰ Persons

Tags

په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر ماموریت له دولسو کلونو وروسته پای ته ورسېد

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر ماموریت له دولسو کلونو وروسته پای ته ورسېد او د سرپرست حکومت له اداري مرستیال سره یې تودیعی ملاقات وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن سه‌شنبه د وږی په ۲۷ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د حکومت له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره یې په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف وکتل.

یادګار خواجه شادمانوف چې له دولسو کلونو وروسته یې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده پای ته ورسوله، د افغانستان د اسلامي امارت او هیواد تر منځ له ښو اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: نوموړي په دغه هېواد کې د خپل ماموريت پر مهال په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره هڅې وکړې.

هغه دې ته په اشارې سره چې د اوزبیکستان حکومت غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، زیاته کړه: د هغه هېواد سوداګر او پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په تېره بیا د کانونو او انرژۍ په برخه کې پانګونې ته چمتو دي.

 د افغانستان رياست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي په برخه کې د ازبکستان د سفير د کارونو قدرداني وکړه او هغه ته يې په راتلونکو دندو کې د برياليتوب هيله وکړه.

حنفی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوږدمهاله تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو یادونه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل: اسلامي امارت په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې هرکلی کوي او سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .