په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د بلخ ولایت د رسنیو دفتر نن سهشنبه د وږی ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د افغانستان د سرپرست حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د قوش تیپه کانال او د ره حيرتان د شهيدانو له مقبرې څخه ليدنه وکړه.
خبرځاى زياته کړه: آخوندزاده د قوش تیپه کانال او په دغه کانال کې جوړ شوي پلونه، د اورګاډي کرښې او ترانزيټي لارو څخه ليدنه وکړ.
ده وويل: افغانستان يو کرنيز هېواد دى، خو له بده مرغه چې په تېرو حکومتونو کې دې برخې ته پوره پاملرنه نه ده شوې او نه يې د پراختيا لپاره کوم پلان جوړ شوى دى.
د سرپرست حکومت مشر زیاته کړه: له نېکه مرغه نن سبا په ټول هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او په هره برخه کې مسوولین د افغانستان د خودکفایۍ لپاره هڅې کوي او د داسې ملي پروژو په پلي کېدو سره به ډیر ژر افغانستان د بهرنیو مرستو له اړتیا څخه وژغوري او هیواد به په خپلو پښو ودریږي.
ملا هبتالله د «راه حیاتان» ډلې د شهیدانو قبرونو ته ورغی او زیاته یې کړه: دغه شهیدان هغه اتلان وو چې د اسلامي نظام د ټینګښت، پایښت او ساتنې لپاره راپاڅیدل او په ډیر ظالمانه او مظلومانه توګه په شهادت ورسیدل.
د سرپرست حکومت مشر وویل: د دوی د وینو او سرښندنو او د خدای په مرسته هېواد له سختو شرایطو څخه وژغورل شو او د ظالمانو له منګولو خلاص شو، چې اوس ټول افغانان په ویاړ سره ژوند کوي.
د پیغام پای/
Your Comment