AP ۱۴۰۳ وږی ۶ ۲:۳۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85579561
T T
۰ Persons

Tags

په جوزجان ولايت کې يو روغتيايي مرکز پرانستل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د جوزجان ولایت په منګجک ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د پرانستلو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن دوشنبه د وږی په ۵ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز د مهاجر دلي سيمه د منګجک په ولسوالۍ کي پرانیست. 

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل: د منګجک ولسوالۍ خلک له شلو کلونو راهیسې له روغتیايي خدمتونو بې برخې وو، نو د عامې روغتیا وزارت د دې ولایت د ځوریدلی او مظلومو خلکو لپاره دغه روغتیايي مرکز جوړ کړ.

د نوموړي په خبره، په دې ولسوالۍ کې به د پنځوس زره امریکايي ډالرو په لګښت شاوخوا شپاړس زره کسان تر روغتیايي خدماتو لاندې راشي.

مولوي صاحبزاده ژمنه وکړه چې د دغه روغتيايي مرکز پاتې چارې به هم ډېر ژر بشپړې کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .