په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن سې شنبه د چنګاښ په ۳۰مه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: «په افغانستان کې حکومت، حاکمیت، خاوره او نفوس شتون لري.»
هغه لیکلي: اقتصاد مخ په ښه کیدو دی او امنیت تامینیږي. اقتصادي منشور او د هېواد د پرمختګ پلان د عملي کېدو په حال کې دی. د اقتصاد وزارت مرستيال ليکلي: له همدې امله د نړيوالو قوانينو او اړيکو پر بنسټ نړيوال پېژندنه بايد ژر تر ژره ترسره شي. امارت غواړي چې د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي.
د پیغام پای/
Your Comment