هیڅکله د دښمنانو ویجاړونکو خبرو ته چې ستاسو فکرونه خرابوي، غوږ مه نیسئ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې وویل: هېڅکله د خپلو دښمنانو هغه تخریبي خبرو ته چې ستاسو فکرونه خرابوي، غوږ مه نیسئ

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند چې نن شنبه د لیندۍ په ۲۴ مه د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ولایت ته تللی و، وویل هېڅکله هم د چا خبرو ته غوږ مه نیسئ او مه سوچ پرې خرابوئ 

 هغه زیاته کړه: دا نظام دې خدای پاک قایم اودایم لري او خدای پاک دې موږ اوتاسو ته توفیق راکړي چې ددې نظام د پرمختګ او پایښت له پاره کار وکړو.

 د اېرنا د خبر له مخې، د ملا عبدالغني برادر دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې غربي اړوندې رسنۍ د سرپرست حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو په اړه راپورونه خپروي او د خلیل الرحمن حقاني وژنه د همدې اختلافاتو پایله ګڼي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .