AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۷ ۱۸:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85541494
T T
۰ Persons

Tags

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تېر حکومت له یو شمېر واليانو سره وکتل

کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د تېر حکومت له یو شمېر واليانو سره وکتل او هغوی ته یې د امارت تر چتر لاندې د هوسا او باعزته ژوند ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۷مه د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقی سرپرست په مشرۍ د تېر حکومت له یو شمېر والیانو سره ولیدل.

متقی دوی ته د اسلامي امارت تر چتر لاندې د سوله ییز، خوندي او باعزته ژوند ډاډ ورکړ او د اعتماد او نږدې اړیکو په ټینګار یې له ټولو مهاجرینو وغوښتل چې خپل هیواد ته ستانه شي تر څو په خپل هیواد کې د عزت او ارام ژوند وکړي.

د تېر حکومت واليانو هم د هېواد له اوسني وضعیت او نورو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .