د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د صهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل چهارشنبه د سرطان د میاشتې په ۲۰ نیټه خبر ورکړ چې د میتا پلیټ فارم شرکت اعلان وکړ چې له اوس څخه د صهیونیسټ کلمې د لیرې کولو پریکړه یې کړې ده او دغه اقدام د هغه مادې په چوکاټ کښې دی چې «د نفرت خپرول» موضوع په نوم یادیږي.
دغه شرکت خپل نظر څرګند کړ: د صهیونیسټ کلمه بله معنی لري او د یهودانو او اسراییلیانو لپاره اشاره کوي.
د میټا پلیټ فارم شرکت تیر کال په سلواغه کې اعلان وکړ چې دوی به په فیسبوک او انسټاګرام پلیټ فارمونو کې د «صهیونیسټ» کلمې کارولو لپاره سخت قواعد او مقررات بیاکتنه وکړي.
د دغه شرکت چارواکو ویلي چې د «صهیونیسټ» کلمه د «نفرت» له کلمو څخه یوه وګڼل کیږي.
د میتا شرکت همداشان ادعا وکړه چې د غزې په تړانګې کښې د صهیونیسټی رژیم د پوځ د دوامدارې جګړې په ترڅ کښې د انلاین صهیونیسټی ضد جنایتونه زیات شوی دی.
د میتا پلیټ فارم شرکت هم دا نظر څرګند کړ چې د «صهیونیسټ» کلمه د «یهودي» یا «اسرائیل» دوه کلمو لپاره یو نامناسب او غیر اخلاقي بدیل دی.
دا په داسې حال کښې دی چې د بشری حقوقو کارپوهان د صهیونیسټ رژیم دغه اقدام د غزې په تړانګه کښې د دغه رژیم د پوځ په جنایتونو د نیوکه کونکو اوازونو د خاموشه کولو هڅه ګڼی.
«علیاء الغصین» چې د بخښنې نړیوال سازمان د مصنوعي زیرکتیا او د بشري حقونو څانګې څیړونکی او مشاور دی، مخکې اعلان کړی و چې د میتا پلیټ فارم شرکت لخوا د «صهیونیزم» یا «صهیونیسټانو» د نیوکې بشپړ ممانعت به د خلکو د بیان ازادي محدوده کړي. په غزه کې د اسراییلي پوځ وحشي جنایتونو ته د عامه افکارو پام اړولی دی.
د پیغام پای/
Your Comment