په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو نن رسنیو ته وویل، د مومندرې ولسوالۍ په دکی سیمه کې د داعش وسله والې ډلې پر یوه پټنځای د امنیتي ځواکونو ځانګړي عملیات پای ته رسېدلي او په پایله کې یې د داعش وسله والې ډلې یو مرکز یوړل شوی دی.
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د ذکرالله په نوم د داعش ډلې یو غړی چې په ابو شیر مشهور و، هم وژل شوی دی. د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر هم وويل چې له دغه پټنځاى څخه يوه اندازه پوځي مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د پیغام پای/
Your Comment