AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۶ ۱۸:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85531553
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان مسو ته د ازبکستان سخته اړتیا

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۶ ۱۸:۵۶
News ID: 85531553
د افغانستان مسو ته د ازبکستان سخته اړتیا

کابل- ایرنا- د ازبکستان د کانونو او جیولوژي وزیر وايي، تاشکند د افغانستان مسو ته سخته اړتیا لري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن سې شنبه د سلواغې ۱۶ مه د دغه هېواد د کانونو او جیولوژي له وزیر اسلاموف بوبیر فرخادویچ سره وکتل.

په دې کتنه کې فرخندې د کانونو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پانګونې د ملاتړ د موافقې د لاسلیک غوښتنه وکړه.

هغه دغه راز په ازبکستان کې د مسو د پروسس په برخه کې د دوو سترو فابريکو د جوړولو خبره وکړه او ويې ويل: دغه فابريکې خامو موادو ته سخته اړتيا لري او له افغانستان څخه د مسو اکتشاف او استخراج به دغه اړتيا پوره کړي.

د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: ازبکستان باید د افغانستان په شمال کې د نفتو او ګازو په کانونو کې پانګونه وکړي، ځکه د لوژستیکي او سيمه‌ييزو بازارونو ته د اسانه لاسرسي په برخه کې د دې لارې نږدې کېدل به د افغانستان لپاره ډېره ګټه ولري. 

عزيزي دغه راز ازبکستان ته وړانديز وکړ چې د غزني او هرات ولايتونو د مسو په کانونو کې پانګونه وکړي او په افغانستان کې د کانونو د پروسس يوه فابريکه جوړه کړي. دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د ازبکستان یو رسمي پلاوی به د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ د سروې او تخنیکي کارونو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .