AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۶ ۱۵:۱۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85531351
T T
۰ Persons

Tags

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر په توګه وټاکل شو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۶ ۱۵:۱۳
News ID: 85531351
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر په توګه وټاکل شو

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند مسعود پزشکیان د دغه هېواد د منتخب ولسمشر په توګه اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د ایران د اسلامي جمهوریت د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي نن سې شنبه د سرطان په ۱۶مه په تهران کې په یوه خبري غونډه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو وروستۍ پایلې اعلان کړې: د ټولو شمېرل شویو رایو شمېر ۳۰ میلیونه ۵۳۰ زره ۱۷۵ دی، چې له دې جملې څخه مسعود پزشکیان ۱۶ میلیونه ۳۸۴ زره ۴۰۳ او سعید جلیلي ۱۳ میلیونه ۵۳۸ زره ۱۷۹ رایې خپلې کړې دي.

اسلامی د دغه هیواد د څوارلسمې دورې د ولسمشریزو انتخاباتو په دوهم پړاو کښې د ایران د خلکو د ګډون کچه له ۴۹ سلنې څخه زیاته اعلان کړه او ویې ویل: مسعود پزشکیان په اکثریت آرا سره د ایران د اسلامی جمهوریت د منتخب ولسمشر په توګه انتخاب شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .