د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د انتخاباتو په مناسبت د اسلامی انقلاب د رهبر پیغام

کابل-ایرنا- ایت الله خامنه‌ای په یوه پیغام کښې د انتخاباتو په ډګر کښې له ټولو کاندیدانو او فعالانو څخه د مننې په څرګندولو سره د ولس د هوساینې او د هیواد د پرمختګ لپاره د منتخب ولسمشر له خوا د هیواد له ډیرو ظرفیتونو په استفادې ټینګار وکړ او د دغه هیواد د پرمختګ د شهید رئیسي د لارې په دوام یې ټینګار وکړ.

کابل-ایرنا- ایت الله خامنه‌ای په یوه پیغام کښې د انتخاباتو په ډګر کښې له ټولو کاندیدانو او فعالانو څخه د مننې په څرګندولو سره د ولس د هوساینې او د هیواد د پرمختګ لپاره د منتخب ولسمشر له خوا د هیواد له ډیرو ظرفیتونو په استفادې ټینګار وکړ او د دغه هیواد د پرمختګ د شهید رئیسي د لارې په دوام یې ټینګار وکړ.

د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د پیغام متن په دې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم 

والحمد لله ربّ العالمین والصلاة والسلام علی سیدنا محمدٍ و آله الطاهرین سیما بقیّة الله روحی فداه.

د ګران او مهربان خدای شکر دی چې په خپل اراده او بریالیتوب سره د ایران ستر ملت وتوانید پس له شهید رییسی څخه په یوه لنډه قانونی موده کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو صحنه منظمه کړی او د دوو پرله پسې جمعې په ورځ ازاد او رڼې ټاکنې ترسره کړی او د څو نوماندانو په منځ کې د رایو په اکثریت سره د هیواد ولسمشر وټاکه.

د ټاکنو محترمو مسوولینو په پوره سرعت او پوره امانتدارۍ سره خپلې دندې ترسره کړې او ګرانو هیوادوالو د مسوولیت په احساس سره میدان ته راووتل او یوه تود او جذبه ډکه صحنه يې جوړه کړه او په دوو پړاوونو کې یې له ۵۵ میلیونو څخه زیاتې رایې راټولې کړې. 

د ټولټاکنو د بایکاټ په خلاف دغه ستر حرکت چې د ایران د ملت دښمنانو د نا امیدۍ او کړکیچ د رامینځته کولو لپاره په لاره اچولی وو، یو ځلانده او نه هیریدونکی کار دی او ټولو محترمو کاندیدانو او ټولو هغو کسانو ته چې شپه او ورځ یې په اونیو کې کار کړی دی، دوی تول په عزت او ثواب کې شریک دی.

اوس د ایران ملت خپل ولسمشر وټاکه. ملت او منتخب ولسمشر او د دې حساسې صحنې ټولو فعالانو په ځانګړې توګه د نوماندانو د ټاکنیز مرکز بااحساسه ځوانانو ته د زړه له تله مبارکي وایم، ټولو ته سپارښتنه کوم، چې د هېواد د پرمختګ او وقار د زیاتوالي لپاره همکاري او فکر وکړي. مناسبه ده چې د ټاکنو پر مهال رقابتي چلندونه د  دوستۍ نورمونو بدل شي او هر څوک د هېواد د مادي او معنوي هوساینې لپاره خپله پوره هڅه وکړي.

زه هم منتخب جمهور رئیس ډاکټر پزشکیان ته دا سپارښتنه کوم چې په خدای رحمن په توکل سره اوږده او روښانه افق ته سترګې په لار شي او د شهید رئیسي د لاري په دوام د هیواد له ډیرو ظرفیتونو او د ځوان، انقلابي او متعهد بشري ځواک د خلکو د هوساینې او د هیواد د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي. 

یو ځل بیا د حضرت حق په دروازه کې د شکرانې مخې ته کیږدم او د قربانۍ په روحیه د حضرت بقیة الله العظم (ع) په دربار کې درود او سلام وړاندې کوم او د شهیدانو د یاد او د شهیدانو قدرمن امام او ټولو ته درناوی وړاندې کوم. 

د ټاکنو په ډګر کې له محترمو نوماندانو او فعالانو چې په دې حساسه شېبه کې یې رول لوبولی او همدارنګه له ملي رسنیو او د هېواد له امنیتي ساتونکو او د ټاکنو له پلي کوونکو ادارو څخه هم مننه کوم.

د پیام پای/

Your Comment

You are replying to: .