AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴ ۲۲:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85529218
T T
۰ Persons

Tags

اسلامي نړۍ بايد د لويديځو پروژو پر وړاندې هوښيار اوسي

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د برخې سلاکار وویل: اسلامي نړۍ باید په اسلامي ټولنو کې د لویدیځو پروژو پر وړاندې هوښیار اوسي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د تخنيکي زده کړو رياست چارواکو نن پنجشنبه د سنبلې په ۱۴ مه نېټه په دغه رياست کې د اصلاحي غونډې اعلان وکړ.

د دغې ادارې سلاکار عبدالهادي مجاهد د فکري جګړې او پر وړاندې یې د مبارزې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د لویدیځې نړۍ د پلانونو په اړه یې توضیحات ورکړل.

هغه څرګنده کړه: لویدیځ هیوادونه د فکری جنګ او فرهنګي یرغل له لارې مسلمانان له خپل اصلیت څخه د جلا کولو هڅه کوی.

د سرپرست حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو دغه چارواکي زیاته کړه: اسلامي نړۍ باید د لویدیځو هیوادونو د طرحو او پروژو په وړاندې هوښیار اوسي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .