AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۸:۴۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85525143
T T
۰ Persons

Tags

صهیونیستي ورځپاڼه: د حزب الله نظامي ټکنالوژي ډېره ګواښوونکې ده

کابل- ایرنا- «یدیعوت آجارنوت» صهیونیستي ورځپاڼې لیکلی چې د لبنان مقاومت ځواکونه له لوړې نظامي ټکنالوژۍ او خطرناکو تجیهزاتو برخمن دي.

د ایرنا د راپور له مخې «یدیعوت آجارنوت» صهیونیستي ورځپاڼې نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه لیکلي، موږ له داسې دښمن سره مخ یو چې لوړ نظامي وړتیا لري، تجهیزات او ټکنالوژۍ لکه هدف ویشتونکي راکټونه، بې پیلوټه الوتکې ډېرې خطرناکې او پرمختللې دي.

دغه ورځپاڼې زیاته کړې: د لبنان له پولو د سلګونو بې پیلوټه الوتکو راتېرېدولو وښوده، چې زموږ امنیتي او نظامي دستګاوې د هغوی د مقابلې توان نه لري.

یدیعوت آجارنوت لیکلي: د اسرائیلو پوځ په شدت سره د دغه ګواښونو لپاره د حل لارې موندلو په لټه کې دی.

د ایرنا د خبر له مخې د غزې په تراډه کې د نیواکګرو ځواکونو په خلاف د فلسطیني مقاومت له خوا د طوفان الاقصی عملیاتو له پیلیدو راهسې د لبنان اسلامي مقاومت یا حزب الله هم د نیواکي فلسطین په شمال کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو د نیواکي فلسطین په شمال کې د لبنان د اسلامي مقاومت د جنګیالیو د سختو ګوزارونو د اغېزو په اعتراف سره اعلان وکړ چې د حزب الله عملیات په دغه سیمه کې د صهیونیستانو د ځپلو په جګړه بدل شوی دی.

د لبنان د حزب الله لخوا د عصري وسلو، زغره والو او دقیقو وسلو استعمال د نیواکګرو په منځ کې د وحشت لامل شوی او د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د صهیونیستانو زیاتره مېشت ځایونه له منځه وړل شوي دي.

د صهیونیست رژیم د پوځي کارپوهانو په وینا د لبنان حزب الله یوازې په شمالي جبهه کې د دغه رژیم د پوځ نیمايي ځواک په لاس کې نیولی او په سویلي جبهه کې یې د نیواکګر پوځ د ځواکمن شتون مخه نیولې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .