AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴ ۲۳:۵۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85529220
T T
۰ Persons

Tags

امریکايي رسنۍ: حزب الله په منځني ختیځ کې تر ټولو پیاوړی غیر دولتي پوځ دی

کابل – ایرنا – د امریکا MSNBC شبکي په یوه راپور کې اعلان وکړ: د اسراییلو او حزب الله تر منځ د جګړې په صورت کې، تل آویو به له داسې دښمن سره مخامخ شي چې نه یوازې په منځني ختیځ کې تر ټولو قوي غیر دولتي ډله ده، بلکې له ډیری منظم پوځیانو چې په سیمه کې دی، ډیر نفوذ لري.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې دغه امریکایی چینل د سرطان د میاشتې د دیارلسمې نیټې په یو راپور کی وویل: حزب الله په ۲۰۲۴ کی له ۲۰۰۶ کال څخه په پرتله ستر، زیات وسله لرونکی، تجربه لرونکی او له سیاسی لحاظه پیاوړی دی.

دغې شبکې زیاته کړه: هغه څه چې امریکا باید ترسره کړي هغه دا دي چې اسرائیلي چارواکو ته په ښکاره یا په پټه توګه ووایي چې واشنګټن د لبنان په جګړه کې د هغوی ملاتړی نه دی او که اسرائیل دا جګړه پیل کړي، هیڅکله به یې ونه ژغوري.

په پاى کې، MSNBC زياته کړه: له حزب الله سره د هر ډول جنګ په صورت کې، په شمال کې د اسرائيلو اقتصادي حالت به د اوسني حالت په پرتله خورا خراب شي، ځکه چې زياتره اسرائيليان به د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له هغه سيمې څخه ووځي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .