AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵ ۱۶:۲۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85519770
T T
۰ Persons

Tags

په ۱۲ ساعتونو کې له ۳۶ زیاتو فلسطینیانو شهادت/ ۱۵ تنه ترې د هنیه له کورنۍ نه دي

کابل- ایرنا- خبری سرچینو په تېرو (۱۲) ساعتونو کې د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې تراډې په مختلفو سیمو د بمباریو په ترڅ کې د څه د پاسه ۳۶ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ فلسطیني رسنیو نن د چنګاښ ۵مه خبر ورکړ چې صهیونیستي رژیم په څو وحشیانه جنایتونو کې د غزې په مختلفو سیمو کې د بې ځایه شویو لپاره ۲ کورونه او یو پناه ځای بمبار کړ.

په دغو بریدونو کې تر ۳۶ ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي دي.

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ یا حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د کورنۍ ۱۵ تنه د هغه د خور په ګډون د غزې په لوېدیځ کې د الشطي په کمپ کې په یوه کور د بمبارۍ په ترڅ کې شهیدان شوي دي. 

پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسي په دغو حملو کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ یا حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه په لسګونو ماشومان، لمسیان او غړي او خپلوان شهیدان شوي دي.

نیواکګرو همداراز د غزې په مرکز کې یو ښوونځی چې د بې ځایه شویو لپاره د سرپناه په توګه کارول کېده بمبار کړی، چې له امله یې ۱۲ تنه شهیدان شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

صهیونیستی پوځیانو نن سهار د غزې د ښار په لوېدیځ کې د بالمیرا څلورلارې ته څېرمه د فلسطینیانو په یوې ډلې برید وکړه چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغه حمله کې څلور تنه شهیدان او یو شمیر نور ژوبل شول.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د غزې په تراډه کې د صهیونیست رژیم له یرغل نه څه د پاسه نهه میاشتې تېرې شوې، دغه رژیم ورځ په ورځ په داخلی او خارجی بحرانونو کې ډوبېږي.

صهیونیست رژیم په دې موده کې په دغه سیمه کې له جنایتونو، قتل عام، ورانۍ، جنګي جنایتونو، د نړیوالو قوانینو د نقضولو، د مرستندویه موسسو له بمباریو او له قحطۍ پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .