AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹ ۲۰:۲۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85493793
T T
۰ Persons

Tags

آیا روسیه به لومړنی هېواد وي، چې د افغانستان دولت په رسمیت وپېژني؟

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بیا واکمنېدو راهیسې په وروستیو میاشتو او اوونیو کې د کابل او مسکو اړیکو کې زیاتوالی راغلی تر دې بریده چې پوتین د افغانستان سره د روسیې اړیکې اړینې بللې، د افغانستان په اړه د روسي چارواکو اوسنی لید دا انګېرنې رامنځ ته کړې، چې روسیه ښايي لومړنی هېواد وي، چې د افغانستان سرپرست دولت په رسمیت وپېژني.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ولادیمیرپوتین په مشرۍ د روسیې مشرتابه لید د افغانستان د جمهوریت نظام له پرځېدو، د امریکا له ماتې او د بهرنیو پوځیانو له وتلو، د افغانستان د سرپرست دولت رامنځ ته کېدو په اړه د تېر په پرتله متفاوت شوی دی.

دغه بدلون په مسکو کې د افغان استازو په رسمي بلنې، د دغه هېواد په سفارت کې د سرپرست دولت د سپین بیرغ په پورته کولو او په دې وروستیو کې په سنټ پیټرزبورګ کې د سترې اقتصادي غونډې په بلنه کې لیدل کېږي، چې په دې وروستیو کې د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی په ګوته کوي.

پورتنیو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د پوتین وروستیو خبرو ته په پام سره چې د افغانستان د نن ورځې واقعیت طالبان دي، دا احتمال په جدي توګه زیاتوي چې مسکو به لومړۍ پلازمېنه وي چې د افغانستان د سرپرست دولت په رسمیت وپېژني.

دا اټکل په دې وروستیو ورځو کې د جګپوړو روسي چارواکو د خبرو په څېړلو سره تایید کېدی شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په تاشکند کې په یوه غونډه کې څرګنده کړې، چې له طالبانو سره اړیکې ټینګول یو اړتیا ده، ځکه د هغه په باور اوسنیو واکمنانو ټول افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راوستی نو ځکه موږ باید په واقعیت عمل وکړو او خپلې اړیکې له هغوی سره متناسبې تنظیم کړو.

پوتین په دې بیان سره چې په افغانستان کې ستونزې شته او ټول ترې خبر دي زیاته کړه، دې ته په پام سره چې له افغانستان سره د اړیکو څرنګوالی به وروسته مشخص شي، موږ باید اړیکې ولرو، خو په عین حال کې به په دې اړه د خپلو شریکانو نظر هم په پام کې ونیسو او په هماهنګۍ به عمل وکړو.

د پوتين د څرګندونو څېړنه ښيي چې که څه هم هغه په څرګند ډول د پيژندګلوۍ موضوع نه ده پورته شوې، خو د هغه د وينا مانا دا ډول پايلې ته رسېږي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د روسيې دريځ تر پوتين زيات څرګند کړ ويې ويل: طالبان په افغانستان کې اصلي ځواک دي او مسکو غواړي چې د طالبانو مشران د ترهګرو ډلو له لېست څخه وباسي.

لاوروف څرګنده کړه: طالبان په افغانستان کې اصلی قدرت دی او د ملګرو ملتو د امنیت شورا هم طالبان د ترهګرې ډلې په توګه نه دي اعلان کړي او یوازې له ۱۲ څخه تر ۱۵ پورې یې په لست کې شامل دي. 

لاوروف زیاته کړه: د چین د خلکو جمهوریت په څیر، موږ هېڅکله خپل سفارت هلته نه دی تړلی،  قزاقستان هم په دې وروستیو کې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د هغوی د ایستلو پرېکړه کړې، موږ هم همداسې کوو او د افغانستان په اړه هم لکه په منځنۍ اسیا کې د خپلو متحدینو په څېر فکر کوو.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف، د ممنوع الخروج ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د مسکو د پریکړې په اړه وویل: «دغه هېواد له طالبانو سره بشپړو اړیکو جوړولو ته نږدې شوی دی».

میدویدیف تاس خبري آژانس ته په دې اړه وویل: شل کاله نسبتاً اوږده دوره ده چې په ترڅ کې یې ډېر شیان بدلېدای شي، د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې موږ په دې باور وو چې طالبان ترهګر دي او امریکایان مو د افراطیت پر ضد جګړه کې شریک ګڼل، اوس هر څه توپیر لري او امریکا د ترهګرو ملاتړ کوي.

هغه د دې په ټینګار سره چې په تیرو ۲۰ کلونو کې جیو پولیټیکل منظره بدله شوې ده، زیاته کړه: اوس طالبان په واک کې دي او موږ له هغوی سره د بشپړو اړیکو ټینګولو ته نږدې شوي یو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف هم تاس خبري آژانس ته ویلي، سره له دې چې ځینې پوښتنې لا پر ځای پاتې دي، خو د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو دوسیه د ولسمشر ولادیمیرپوتین تر مېز پورې رسولې ده.


کابلوف څرګنده کړه: د روسیې له خوا د طالبانو د دولت په رسمیت پېژندل تر بل هر وخت نېږدې شوي دي.

د روسیې د بېلابېلو چارواکو دریځونه، د پوتین له قوله چې طالبان د افغانستان واکمن ځواک ګڼي، شنونکي دې پایلې ته رسوي چې مسکو د ترکمنستان له هېوادونو وروسته د افغانستان د سرپرست دولت په رسمیت پېژندلو لومړنۍ پلازمېنه کېدای شي، ازبکستان، قرغزستان او حتی تاجکستان به په دې برخه کې له روسیې سره یو ځای شي.

د روسي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست دولت هم د روسي چارواکو د وروستیو کړنو ستاینه وکړه او دا یې له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو ستر ګام وباله.

د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: موږ د روسیې دغه اقدام ستایو او غواړو چې دا پرېکړه ژر تر ژره عملي شي، افغانستان د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

اوس دا پاتې ده چې له نږدې درې کلن انتظار وروسته روسیه به کله د افغانستان د سرپرست دولت په رسمیت پېژندلو موضوع په زړورتیا او له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره په همغږۍ مطرح کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .