AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱ ۱۶:۳۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85515036
T T
۰ Persons

Tags

د دوحې پر ناسته د اوتونبایوا او متحده عربي اماراتو د استازي لیدنه

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشرې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو له سفیر سره د دوحې د دریمې ناستې په اړه خبرې وکړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد ابو شهاب سره وکتل او د دوحې د درېیمې ناستې په اړه یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د فعالیتونو په اړه بحث او خبرې وکړې، څو د یو سوکاله افغانستان د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره شي.

د ایرنا د خبر له مخې د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکې چنګاښ میاشتې په۱۰ مه نیټه د څه د پاسه ۲۵ هېوادونو او سازمانونو د استازیو په شتون کې جوړېږي.

د افغانستان سرپرست دولت هم په دې غونډه کې د ګډون اعلان کړی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .