د نړۍ مسلمانان او حاجیان دې د فلسطین مظلوم خلک له دوعاو نه هیروي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت رییس الوزرا په اختریز پیغام کې د نړۍ مسلمانانو او حاجیانو ته په خطاب کې ویلي، چې د فلسطین مظلوم خلک په خپلو دوعاګانو کې هېر نه کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په اختریز پیغام کې ویلي: لوی اختر له لویو دیني مناسباتو څخه دی چې نه یواز د مسلمانانو د خوښۍ سبب کېږي، بلکې د حج او قربانۍ پر اغېز موږ ته د یووالي، وروولۍ او قربانۍ پیغام هم راکوي.

ملا حسن اخند د خپل پیغام په یوه برخه کې له اسلامي نظام څخه د خلکو کلک ملاتړ اړین بللی او له دولتي چارواکو یې غوښتي چې د خلکو په هوساینې او خدمت کې غفلت ونه کړي.

هغه همدا راز وویل: ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه حاجیانو ته زما پیغام دا دی چې په خپلو دعاګانو کې د فلسطین مظلوم مسلمانان هیر نه کړي، دا زموږ د ایمان دنده ده چې له خپلو مسلمانو وروڼو سره خواخوږي وکړو، راځۍ چې د دوی درد او دنده احساس کړو او څومره چې کولی شو مرسته وکړو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .