AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲ ۱۵:۴۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85505715
T T
۰ Persons

Tags

ایران د مور او ماشوم د مړینې کمولو کې د نړۍ په پڼځو مخکښو هېوادو کې راغی

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د ښځو او نسايي متخصیصیونو ټولنې مشره وايي، ایران د مور او ماشوم د مړینې کمولو کې د نړۍ په پڼځو مخکښو هېوادو کې راغلی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د ښځو او نسايي متخصیصیونو ټولنې مشرې مېرمن سودابه کاظمي نن دوشنبې د غبرګولي ۲۲ مه و ویل: ایران د مور او ماشوم د مړینې کمولو کې د نړۍ په پڼځو مخکښو هېوادو کې راغی او دا په هرو ۱۰۰ زره نفوس کې ۲۲ تنو ته دا شاخص دی چې په وروستیو کلونو کې د پام وړ کم شوی دی.

هغې زیاته کړې، د ښځو او نسايي برخې متخصیصین د جمعیت د ځوانۍ په بحث کې مهم رول لري او اړتیا ده چې په ټولنیز سیاست کې هم د هغوی لپاره یو ثابت ځای باید په نظر کې ونیول شي او د ځوانانو د ټولنې د اصلي غړي په توګه ځای په ځای شي.

اغلې کاظمي څرګنده کړه: د روغتیا په پالیسیو کې باید د ښځو او نسایي متخصصینو موقف هم مشخص شي او د روغتیا په سیستم کې باید په پام کې ونیول شي، ځکه دوی د ځوانانو په وده کې مهم رول لوبوي او ښځې هڅوي چې د امیندوارۍ زیاتوالي، سالمې پالنې او روزنې طبیعي او خوندي زیږون ته هڅوي.

ایران د میندو د روغتیا په شاخص کې په نړۍ کې مخکښ دی

د ایران اسلامی جمهوریت د روغتیایي نظام د ادارې مشر محمد رییس زاده هم وویل: موږ د ښځو او نسایي علومو په برخه کې په نړۍ کې مخکښې یوو، زموږ د کار خنډ دا دی چې موږ جزئیاتو ته ځو او له اصلي موضوع څخه غفلت کوو.

هغه دې ته په اشارې سره چې طب په ټولنه کې د روغتیا اصلي عامل دی او تاریخ ښودلې ده چې موږ په دې برخه کې له نورې نړۍ نه مخکښ یوو، زیاته کړه: د نړۍ هېڅ تمدن د ایران په شان د روغتیا تاریخ نه لري.

د ایران د روغتیا د نظام د ادارې مشرې د دې خبرې په یادولو سره چې د ښځو او نسایي متخصصو مېرمنې د نسل د بقا ضامن دی، وویل: د طبیعت ساه په ښځو پورې تړلې ده او د ښځې جنس د بشپړې درملنې مجسمه ده. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .