کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ ایپوک صهیونیستي مجلې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه په یوه راپور کې د لبنان حزب الله نظامي ځواک ته په اشارې لیکلي: که چېرې له حزب الله سره جګړه پراخه شي د دغه جګړې په لومړیو ۱۰ ورځو کې دغه ګوند کولی شي په منځنۍ کچه د ورځې ۳ زره ډول ډول وسلې پر اسرائیلو وتوغوي.
دغې مجلې په دوام کې د حزب الله د توغندویي قدرت ته په اشارې سره زیاته کړه: که له حزب الله سره جګړه اوږده شي، حزب الله کولای شی د دوو میاشتو لپاره هره ورځ په اسرائیلو باندې زر توغندی وتوغوی.
ایپوک زیاته کړه: د دې شمېر توغندیو ویشتل د هغو توغندیو سربیره دي چې حزب الله کولای شي په ځمکنۍ جګړه کې پر اسرائیلي پوځیانو ډزې وکړي.
په همدې تړاو لوېدیځو رسنیو د حزب الله لوړ ځواک ته په اشارې سره د صهیونیسټ رژیم مشرانو ته له لبنان سره د هر اړخیزې جګړې د پیلولو خبرداری ورکړی دی.
برتانوي «ګارډین» ورځپاڼې په دې تړاو لیکلي: واشنګټن تل ابیب ته له حزب الله سره د جګړې خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې د اسرائیلي رژیم چارواکو له لبنان سره پر پوله د اشغال شوي فلسطین له شمالي سیمو څخه لیدنه کړې او د جګړې د رامنځ ته کېدو په اړه ځینې ګونګوسې موجودې دي.
صهیونیسټي چارواکو چې د غزې د تراډې په خلاف له اتو میاشتو څخه په زیاتې جګړې کې تل د حماس غورځنګ د بشپړې تباهۍ او د صهیونیسټي بندیانو د آزادولو شعارونه ورکول، خو تراوسه یې په هېڅ وجه نه دي بریالي شوي، د دوی هدفونه یوازې د غزې د تراډط د لا زیاتو بې دفاع خلکو وژل او د دې سیمې د پراخې ویجاړۍ لپاره یې اقدام کړی دی.
په تېرو څو میاشتو کې په غزې تراډه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او په دغه سیمه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې په دوام کې د لبنان حزب الله د نیواکګرو سیمو په شمال کې د دغه رژیم پوځی مرکزونه په نښه کړي، یوه مسله چې په دغو سیمو کې د صهیونیستانو د ویرې سبب شوې ده.
تر اوسه په لسګونو زره صهیونیستان د مقاومت د بریدونو له ویرې د لبنان پولو ته نږدې له مېشت ځایونو څخه وتلي دي.
د پیغام پای/
Your Comment