په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي

کابل- ایرنا- د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی دی، چې هره ورځ په افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ تنه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روغتیا نړیوال سازمان یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه په یوه راپور کې ویلي په افغانستان کې ميندې او ماشومان د حمل او ولادت د مخنيوي وړ ناروغيو له امله مري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې نړیواله ټولنه د بشري مرستو لپاره زیاته بودجه ورنه کړي دغه امار به په افغانستان کې زیات شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .