کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه ویلي: د خبریالانو د ستونزو د حل په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاس رسیي حق لپاره په دغه وزارت کې یو ځانګړی ریاست رامنځ ته شوی دی.
مهاجر زياته کړه: موږ هڅه کوو چې ملي او نړيوالو خبريالانو او رسنيو ته په خپل وخت معلومات وړاندې کړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه چارواکي څرګنده کړه: اطلاعاتو ته دلاسرسي رياست په مرکز کابل کې فعال شوى او دنده يې په وزارتونو، خپلواکو رياستونو او ولايتونو کې دسيمينارونو جوړول دي.
د ایرنا د راپور له مخې، دا ریاست په داسې حال کې جوړ شوی چې افغان خبریالان تل معلوماتو ته د نه لاسرسي شکایت کوي.
د پیغام پای/
Your Comment