متقي: د دوحې درېیمه غونډه کې د مانا لرونکي ګډون غوښتونکي یو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت د دوحې درېیمه ناسته کې د داسې مانا لرونکي ګډون غوښتونکي دي، چې د خلکو او هېواد د هوساینې او خلاصون سبب شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې له استازي توماس نیکلاسن سره د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې نیکلاسن د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ، چې په ترڅ کې به یې پر مهمو مسایلو خبرې او تبادلې وشي.

نوموړي د دې ناستې په اړه خپل نظریات د بهرنیو چارو له وزیر سره هم شریک کړل.

متقي هم وویل چې دوی په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې مېرمن روزماري ډی کارلو سره رغنده خبرې کړې دي.

هغه همدا راز زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت به د دوحې د دریمې ناستې څرنګوالی وڅیړي او بیا به خپل دریځ اعلان کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه: د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د توازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان د خلکو او هېواد د سوکالۍ او دایمي ګډون غواړي.

متقي يادونه وکړه: افغانستان له ۴۵ کلنې جګړې او ورانۍ وروسته بشپړ امنيت ته رسېدلی او په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مثبتې لاسته راوړنې لري.

د ایرنا د خبر له مخې د دوحې دریمه غونډه د افغانستان په چارو کښې د مختلفو هیوادونو د استازیو په شتون سره د ملګرو ملتو په کوربه توب د سرطان د میاشتې په لسمه نیټه په قطر کښې ترسره کیږی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .