AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲ ۱۶:۱۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85496368
T T
۰ Persons

Tags

افغانان د پاکستان د امنیتي ځواکونو د کمزوری بیه نه شي پرې کولی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند وايي، افغانان د پاکستان د امنیتي ځواکونو د کمزوری بیه نه شي پرې کولی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبې د غبرګولي ۱۲ مه ملي تلوېزیون ته ویلي، کابل له اسلام اباد سره د اړیکو د ښه کولو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې، خو بې اساسه تورونو د دواړو لورو درد نه دی دوا کړی، بلکې اړیکې یې خرابې کړې دي.

د مجاهد په وينا، د پاکستان د امنيتي ځواکونو د کمزورۍ پړه بايد پر افغانانو ور ونه اچول شي، بلکې د خپل امنيت په اړه بايد پوه شي او پوه شي، چې افغانستان د دغه هېواد په ناامنيو کې ښکېل نه دى او موږ نه غواړو، چې کوم هېواد د افغانستان په زيان وي.

مجاهد ټینګار کړی، چې که کومه پېښه په پاکستان کې کېږي، باید له افغانستان سره تړاو ونه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .