AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲ ۱۱:۵۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85495624
T T
۰ Persons

Tags

مشهد کې د افغانستان سرقونسل د فساد په نور له دندې ګوښه کړای شوی

کابل-ایرنا- د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وايي، مشهد کې د افغانستان سرقونسل د فساد په نور له دندې ګوښه کړای شوی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستات د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي جمعه د غبرګولي ۱۱ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي: مشهد کې د افغانستان مخکنی سرقونسل د ریاست الوزرا د حکم پر اساس لرې کړل شوې دی، دا چې پر ځای به یې څوک وټاکل شوي طبآ له مرکز څخه به یو نوی دیپلومات ورلېږل شي، خو د دیپلومات تر لېږلو پورې به تهران کې د افغانستان سفارت څخه یو دیپلومات قونسلي چارې مخ ته وړي او د نوي قونسل تر ټاکلو پورې به د سرپرست په توګه قونسلي خدمات وړاندې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړې: مهمه موضوع دا ده چې د ايران په مشهد ښار کې په ميليونونو افغان کډوال ژوند کوي چې ټول شفافو خدمتونو او د کيفيت معيارونو ته اړتيا لري، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه یو له اداري فساد سره جدي مبارزه ده.

جلالي زياته کړه: په تېره دوره کې د اداري فساد لويه شبکه د دغه وزارت له قونسلګرۍ رياست څخه بهر ادارو ته خپره شوې وه، په مرکز کې د فساد د ريښو له وچولو وروسته اوس په دويم پړاو کې په بهر کې په قونسلي څانګو کې د فساد له منځه وړل د اجنډا په سر کې دي.

ده وويل: په مشهد کې اصلي موضوع اداري فساد دى چې پخوانۍ قونسلګرۍ پکې د پام وړ ونډه درلوده.

جلالي ټینګار وکړ، پرته له دې چې د ده پر ځای څوک وګمارل شي، د ښاغلي جابر انصار له دندې ګوښه کول په بشپړه توګه د افغانستان په حکومت پورې اړه لري او هیله لرو چې د ایران اسلامي جمهوریت د اړوندو ارګانونو په همکارۍ دغه موضوع په ښه توګه حل شي او د هغه کس ډیپلوماتیک وقار به ژر تر ژره بیرته راګرځول شي تر څو د افغانستان عواید بې ځایه کېدو مخنیوی وشي او د قونسلګرۍ خدمات به په عادي توګه دوام ومومي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .