په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت نن پنشنبې د غبرګولي ۱۰ مه د دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېر حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند له سرپرست وزیر حسن مبارک عزیزي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې عزیزي له افغان شخصیتونو او اسلامي امارت سره د اړیکو له امله له کمېسیون څخه مننه وکړه ویې ویل: په بهر کې د مېشتو چارواکو او شخصیتونو د راستنېدو لپاره یې ښه زمینه برابره کړې او دوی له دغه ښه چلند څخه خوښ دي.
هغه زیاته کړه: په بهر کې د مېشتو افغانانو ذهنیت بدل شوی او ډېر شخصیتونه هېواد ته د راستنېدو لپاره چمتو دي، چې د هېواد واقعي وضعیت او حالات له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې ځینې متعصبې کړۍ او بهرنۍ رسنۍ یې ترویج کوي.
مولوي عبدالکبیر همداراز وویل: په هېواد کې د ټولو هېوادوالو لپاره سوله ایز ژوند شتون لري او اسلامي امارت ټول افغانان خپل اتباع ګڼي.
سرپرست دولت دغه چارواکی زیاته کړه: د اسلامی امارت هدف تلپاتې امنیت، د ثبات ټینګښت، د هېواد آبادۍ او پرمختګ دی او په دې برخه کې د ټولو افغانانو همکاري اړینه ده.
د پیغام پای/
Your Comment