د ایرنا د پارلماني خبریال د خبر له مخې د ایران د اسلامي شورا د دولسمې دورې د اداري پلاوي ټاکنې نن سه شنبې د غبرګولي ۸ مه په یوه علني غونډه کې د ایران د ملت په کور کې تر سره شوې.
په دغه ټاکنو کې د تهران د خلکو استازي محمد باقر قالیباف، د قم د خلکو استازي حجت الاسلام ولمسلمین مجتبی ذوالنور او د تهران د خلکو استازي منوچهر متکي د مجلس د ریاست لپاره ځانونه نومولي وو، چې په پای کې یې محمد باقر قالیباف د ۲۸۷ رایو څخه د ۱۹۸ رایو په ګټلو سره د مجلس د دولسم دورې د رییس په توګه وټاکل شو.
په دغه ټاکنو کې دوالنوري ۶۰ رایې او متکي ۵ رایې تر لاسه کړي او باطلې رایې هم ۲۴ اعلان شوې.
د پیغام پای/
Your Comment