AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵ ۱۲:۲۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85488435
T T
۰ Persons

Tags

د ترکیې ولسمشر د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د ترکیې ولسمشر افغانستان کې وروستي سېلابونه یو ناورین وباله او له نړیوالو یې وغوښتل، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو خلکو سره مرستې وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د «مهربانۍ ډالیو اویایمې نړیوالې جشنوارې» کې په انقر کې د وینا پر مهال له نړیوالو وغوښتل، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې وروستي سېلابونه یو لوی ناورین وباله زیاته یې کړه: افغانستان کې د سېلابونو له امله زموږ تر ۴۰۰ زیاتو خویندو او وروڼو ژوند له لاسه ورکړی دی او د دغه هېواد په شمال کې یو لوی انساني ناورین رامنځ ته شوی دی، له نړیوالو هېوادونو غواړم چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي، ترکې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو رسولو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې په تېرو دوه اوونیو کې د افغانستان، په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب، سرپل او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله تر ۴۰۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، زرګونه د استوګنې کورونه او زرګونه جرېبه ځمکه له منځه تللې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .