کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست سردار احمد شکېب اسلام آباد کې د ایران په سفارت کې د ولسمشر رییسي د چورلکې غورځېدو د شهیدانو د یاد کتاب کې د خاطرې لیکلو په ځنډه کې د ایرنا خبریال ته و ویل: د افغانستان د خلکو او د اسلامي دولت په استازیتوب د ایت الله سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د شهادت له امله د ایران دولت او ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.
هغه زیاته کړه: د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو د وزیر شهادت یوه ډېره غمجنه او سخته پیښه ده، د خدای تعالی له درباره شهیدانو ته د جنت او ټپیانو او د ایران د اسلامی جمهوریت خلکو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
په پاکستان کې د افغانستان د سرپرست دولت سفیر وویل: له ایران سره د افغانستان د سرپرست دولت اړیکو د ښاغلي رئیسي په دوره کې د پام وړ پرمختګ کړی او موږ د سوداګرۍ او صنایعو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا شاهدان یو.
هغه هیله څرګنده کړه چې د ایران او افغانستان دواړه ملتونه به په راتلونکي کې د خپلو اړیکو د پراختیا لپاره په ګډه کار وکړي څو په سیمه کې سوکالي او سوله راشي.
سردار احمد شکیب په سیمه کې د ایران د مرحوم ولسمشر رول ډېر مهم او بریالی وباله ویې ویل: موږ باور لرو چې د آیت الله رئیسی مړینه یو ستر خلا ده او هیله لرو چې د هغه ځای ناستی د پخوا په شان دغه لاره ته دوام ورکړی.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت اتم ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسی خادم الرضا (ع) د ۱۴۰۳ کال د غوايي میاشتې په دېرشمه نیټه د یکشنبې په ماښام د دغه هېواد د قزقلعه سي اوبو بند د پرانیستې له مراسمو تبریز ښار ته د ستنېدو په حال کې و، چې لېږدونکې چورلکه یې د آذربایجان ولایت په ورزقان سیمه کې ولوېده، او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په ګډون له خپلو ټولو ملګرو سره یو ځای شیهد شو.
د تبریز ولي فقیه استازی او د تبریز د جامع امام ایت الله ال هاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ختیځ آذربایجان ولایت والي ملک رحمتي، د ولسمشر د محافظت د قطعې قومندان سردار سید مهدي موسوي او یو شمېر ساتونک د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر د لېږدونکې چورلکې امله وه.
د پیغام پای/
Your Comment