AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰ ۱۷:۰۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85482404
T T
۰ Persons
د لوېدیځ یو اړخیز بانکي بندیزونو د افغانانو د پیرودلو ځواک کمزوری کړی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د مرکزي بانک مشر ویلي، د افغانستان پر بانکي سکتور د لوېدیځ یو اړخیز بندیزونو د افغانانو د پیرودلو ځواک کمزوری کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د مرکزي بانک رئیس هدایت الله بدري نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آغلې روزماري ډی کارلو سره وکتل.

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي هدایت الله بدري د هېواد پر عمومي اقتصادي وضعیت رڼا واچوله او د هېواد د مالي او بانکي سکتور په لاسته راوړنو، ننګونو او د حل لارو په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.

د مرکزي بانک مشر په دې کتنه کې وويل: د نړيوالو هېوادونو له خوا د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شوي بنديزونه د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړى او خلکو ته يې زيات زيانونه اړولي دي، دغو بنديزونو د خلکو د پېرودلو ځواک کمزورى کړى او دې ته د افغاني بانکونو نه لاس رسی په نړیوالو مالیاتو او بانکدارۍ کې ستونزې را ولاړې کړې دي.

هغه زیاته کړه: سره له دې چې مرکزي بانک په سختو شرایطو کې د بانکدارۍ سکتور د مایعاتو ستونزې په ښه توګه اداره کړې او په دې برخه کې پرمختګونه شوي او وضعیت ورځ په ورځ ښه کېږي، مګر د نړیوالو بندیزونو شتون د دې لامل کېږي چې نړیوال تبادلې د مرکزي بانک د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو خلاف د غیر رسمي چینلونو له لارې ترسره شي.

بدري د هېواد پر بانکي سکټور د بندیزونو لرې کول بشري حق وباله او د ټولو افغانانو هیله یې څرګنده کړه.

د مرکزي بانک رييس د مالي خدمتونو پراختيا مهمه وبلله او په دې برخه کې يې د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه د مالي او بانکي بنسټونو همکاري مهمه وبلله.

د هغه په وينا، مرکزي بانک د اسلامي اصولو په رڼا کې د وړو پورونو د پراختيا لپاره يو قانوني او تنظيمي چوکاټ جوړ کړى، ترڅو خلک واړه پورونه ترلاسه او په اسانه شرايطو سره خپل کاروبار ته وده ورکړ.

بدري وويل: کوچنۍ مالي مرستې د ټولنې له اقتصادي ودې، د کارموندنې او نورو ډېرو برخو کې مرسته کوي او هيله لرو چې نړيوال بنسټونه دې برخې ته پاملرنه وکړي او په دې توګه به د افغانستان په اقتصادي وده او د بشري حقونو په تحقق کې مثبت رول ولوبوي. .
د هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون په اړه د دواړو لوریو ترمنځ تفصیلي خبرې وشوې او د هېواد اقتصاد او پرمختګ ته د دې زیان د مخنیوي خبره وشوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن روزمیري ډی کارلو له افغانستان سره د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

نوموړې په اقتصادي وده کې د بانکدارۍ سکتور رول مهم وباله ويې ويل: د نړۍ د هېوادونو له تجربو څخه په استفادې او د مالي خدمتونو د پراختيا په برخه کې د خصوصي سکټور پياوړتيا، د کوچنيو پورونو ورکول او اسلامي تمويل ډېر مهم دي او پکار ده چې په دې برخه کې یوځای کار وشي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .