شاهین یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ امارت ته د سپارلو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- په قطر کې د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي دفتر مشر یو ځل بیا له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست دولت ته وسپاري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په قطر کې د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین شنبې شپه د غوايي ۲۹ مه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې له ځنډولو وروسته له دغه سازمان څخه وغوښتل، چې د افغانستان څوکۍ دې اسلامي امارت ته وسپاري.

شاهين په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د رايې ورکولو د حق ستونزه د دې لامل وبلله چې د اسلامي امارت استازي دغې څوکۍ ته لاس رسی نه لري.

هغه څرګنده کړه: د دې ستونزې اصلي لامل دا دی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په څوکۍ کې داسې څوک نشته، چې د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي، او نه هم د اوسني حکومت استازی، نو ملګرو ملتونو ته پکار ده چې واقعیتونه په پام کې ونیسي او باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي نصير احمد فايق ویلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رايې ورکولو د حق د ځنډولو په اړه رامنځته شوې ستونزه يوه تخنيکي ستونزه ده، نه سياسي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .