AP ۱۴۰۳ غویی ۲۹ ۱۷:۵۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85481181
T T
۰ Persons
د یوې عادلانه نړۍ د جوړولو لپاره د برکس پر پیاوړتیا د ایران ټینګار

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي: د بريکس هېوادونو هوډ د دې لپاره چې په سوداګريزو تبادلو کې پر ډالر تکيه کمه کړي، جدي ده او طبيعي ده چې دغه هېوادونه دې موخې ته د رسېدو لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو بنسټونو جوړولو ته اړتيا لري.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري نن شنبې د غوايي ۲۹ مه د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي همکاریو په پنځلسمه سرمشریزه (کازان فورم) کې د ګډون په هدف د روسیې پلازمینې تاتارستان ته سفر وکړ او د دغه ناستې په څنډو کې د خبریالانو او د برېکس د پولي واحد په اړه پوښتونو ته په ځواب کې و ویل: د بريکس هېوادونو هوډ چې د سوداګريزو تبادلو په برخه کې پر ډالرو خپل انحصار کم کړي جدي دی.

هغه وویل، پر ډالرو د تکیې کمولو په موخه د بریکس غړو هېوادونو پروګرامونه تعقیبېږي او د تطبیق پر میکانیزم د دغو هېوادونو د متخصصینو او کارپوهانو ترمنځ خبرې او تبادلې کېږي.

د ایران او روسیې تر منځ همکاري د نورو هېوادونو پر ضد نه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دغه خبری کانفرنس په بله برخه کې په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران او روسیې ملګرتیاوې د هېڅ دریم هېواد په خلاف نه ده ویې ویل: دغه ملګرتیاوې د دواړو هېوادونو د ګټو او د سیمه ایزو ملګرتیاو، سولې او ثبات د پیاوړتیا سبب کېږي.

هغه په دې خبرې سره چې ایران او روسیه د ملګرتیا لپاره ستر ظرفیتونه لري زیاته کړه: د دواړو هېوادونو هوډ هم د لوېدیځ له انحصاره د اقتصاد د ایستلو او د خپلواکو هېوادونو ترمنځ د ملګرتیاو د پراختیا اساس دی.

باقري د کازان د هلال صنايعو په نندارتون کې د ايران اسلامي جمهوريت د اقتصادي فعالانو شتون ته په اشارې سره وويل: د کازان د غونډې دغه اړخ نندارتون د ايران او روسيې په تېره بيا د ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د همکاريو د ظرفيتونو د څرګندولو لپاره يو ښه فرصت دی.

هغه تاکید وکړ: ایران او روسیه له مختلفو ظرفیتونو استفاده کوي او په اقتصادي ډګر کې د دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا لپاره جدي اراده لري.

د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: د اقتصادي ملګرتیاو په پراختیا سره به د دواړو هېوادونو نږدې سیاسي اړیکې ژورې شي او له بلې خوا د اقتصادي تعلقاتو په ژورتیا سره به سیاسي څو اړخیزه هم ثابته شي، ايران او روسيه به له دغو ظرفيتونو څخه په نورو برخو په تېره بيا د شانګهای د همکاريو په سازمان او برکس کې کار واخلي.

د همکارۍ لپاره نوي فرصتونه بندوي

باقري د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: بندیزونو د ایران او روسیې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي دي او دواړه هېوادونه توانېدلي، چې د دغو بندیزونو په رڼا کې له پخوانیو نه استفاده شوي ظرفیتونه فعال کړي چې د خپلواکۍ د ساتنې لپاره جدي مبارزه ده.

هغه څرګنده كړه: لوېديځوال هڅه كوي له بېلابېلو لارو چارو په استفادې سره خپل ناروا او اسرافي اهداف په خپلواكو هېوادونو وتپي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .