د لویو معیاري کانونو استخراج به افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړي

کابل- ایرنا- د اقتصادي چارو شنوونکو له ایرنا سره په مرکه کې و ویل، چې د لویو معیاري کانونو استخراج به افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې قطر، ایران، ترکیه او برېتانیا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شپږو میلیارد ډالرو په ارزښت پر مختلفو کانونو پانګونه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق افغان ویلي، چین هېواد هم د مس عینک کان، د آمور نفتي حوزې او د تخار د سرو زرو په کان کابو یو میلیارد ډالر پانګونه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند زیاته کړې، د یادو شویو هېوادونو له شرکتونو سره څو تړونونه لاسلیک شوي، چې د ټولیزې پانګونې کچه یې شپږ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اقتصادي شنوونکي هم د هېواد پر کانونو پانګونه مهمه بولي وايي: د بهرنیو له خوا پانګونه سره له دې چې د هېواد لپاره ګڼې اقتصادي ګټې لري، بلکې د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابروي.

د اقتصادي چارو شنوونکي تاج محمد تلاش په دې اړه ایرنا سره په مرکه کې و ویل: دا مهال بېلا بېل هېوادونه غواړي، چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي، چې دا یوه ممهمه او ارزښت لرونکې موضوع یو امید ورکوونکی خبر دی.

هغه و ویل: افغانستان باید خپل لوی کانونه د ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره باید پانګې راجلب کړي.

ښاغلي تلاش په دې خبرې سره چې د افغانستان کانونه د هېواد یوه اساسي او ملي پانګه زیاته کړه: که د لویو کانونو د استخراج په برخه کې نړیوال معیارونه، چې خالصه ګټه ده، په پام کې ونیول شي او افغانستان له دې اړخه یو بډای هېواد دی، د اقتصادي ودې په چټکتیا کې اساسي رول لوبولی شي.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه وايي، که په هېواد کې د کانونو د استخراج چارې په پراخه، تخنیکي او معیاري ډول پیل شي، د کارموندنې ترڅنګ کولای شي افغانستان په منځني او اوږد مهال کې پر ځان بسیا کړي.

ده دغه راز څرګنده کړه: د هېواد ستر کانونه چې کابو لاس یې نه دی خوړلی، کولاى شي افغانستان په يوه صنعتي هېواد بدل کړي.

همداراز ښاغلي تلاش څرګنده کړه: له شرکتونو سره د تړونونو لاسلیکول او د عملي کار پیل یې یو له لومړنیو پړاوونو څخه دی، خو مهمه خبره دا ده چې څنګه ګټه ترلاسه کړو او له دې لارې عاید څنګه وکاروو، که لاسته راوړې پیسې په انکشافي، صنعتي او تولیداتو کې ولګول شي، دا پروګرامونه به خامخا د اقتصادي سوکالۍ لامل شي او د افغانستان خلک به له فقر او بې وزلۍ وژغوري.
 

د افغانستان کانونه د دوامدار پرمختګ لپاره د هیلو سرچینه ده

د اقتصادی چارو کارپوه محمد شبیر بشیري هم له ایرنا سره په مرکه کې وویل: د افغانستان کانونه په دغه هېواد کې د اقتصادي او دوامدارې پراختیا لپاره د هیلو یوه کړکۍ ده.

د بشيري په وينا، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې احتمالي او واقعي پراختيا له يوې خوا خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کوي او له بلې خوا د هېواد په دوامداره پرمختګ کې ستراتېژيک رول لوبوي.

هغه زیاته کړه: که د هېواد د کانونو په سکټور کې پانګونه په بنسټیز او تخنیکي ډول پراخه او له نړیوالو معیارونو سره برابره وي، د افغانستان د خلکو لپاره یوه ښه اقتصادي راتلونکې په نظر کې نیول کېدای شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .