AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۲ ۱۶:۲۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85677806
T T
۰ Persons

Tags

د حکومت اداري مرستیال د بخارا له اسلامي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بخارا له اسلامي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۲مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان ته د سفر په جریان کې، د هغه هیواد مقاماتو سره د خپلو کتنو او له فرهنګي او لرغونو سیمو څخه د لبدنو په لړ کې پرون بخارا ولایت ته سفر وکړ.

 د بخارا ولایت والي باتور ظریفوف وویل: ازبکستان او افغانستان د زیاتو فرهنګي او تاریخي مشترکاتو لرونکي دي چې له هغو څخه په استفادې د دواړو هیوادونو رهبران کولای شي دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي هم په دې کتنه کې وويل: افغانستان او ازبکستان د بېساري تاریخي قدامت او همدارنګه په اسلامي فرهنګ او تمدن کې د ښه مقام لرونکي دي او له دې جایګاه څخه د ښې استفادې په صورت کې کولای شو دوه اړخیزې اړیکې تر پخوا لازیاتې پیاوړې کړو.

حنفي او ورسره پلاوي په دغه سفر کې د بخارا له اسلامي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

بخارا ولایت له افغانستان سره په بېلابېلو سوداګریزو، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې ژورې اړیکې لري.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .