د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سه شنبې د غوايي ۱۸ مه مازیګر مهال ویلي: د حماس له لوري د اوربند وړاندیز هدف دا و چې زموږ ځواکونه رفح ته داخل نه شي خو دا پېښه رامنځ ته نه شوه.
نتانیاهو د خپلو خالي ګواښونو په تکرارولو سره زیاته کړه: موږ به حماس ته اجازه ورنه کړو چې خپل نظامي ظرفیتونه بیا جوړ کړي، اسراییل به حماس ته اجازه ورنه کړي چې په غزه کې واکمن شي.
هغه د خپلو شخصي ګټو لپاره د جګړې د دوام لپاره د داخلي جبهې د ارامولو او د هغه پر ضد د اعتراضونو د ارامولو په هڅه کې، دا هم وویل: رفح ته زموږ ننوتل خورا مهم ګام دی او زموږ اردو هلته د حماس د څلور لواګانو د له منځه وړلو لپاره دي.
نتانیاهو همداشان د حماس د نسکورولو دسیسه تکرار او زیاته یې کړه: رفح ته ننوتل د جګړې دوه اصلي هدفونه پوره کوي او دغه هدفونه د برمته شویو کسانو (په غزې تراډه کې د صهیونیسټي بندیانو خلاصون) او د حماس تباه کول دي.
د اسرائیلو د جعلي رژیم د لومړي وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه قطر له لومړي او د بهرنیو چارو وزیر «محمد بن عبدالرحمن آل ثاني» او مصر د استخباراتي ادارې مشر «عباس کامل» سره ټیلیفوني خبرو کې په غزه کې د اوربند په اړه د قطر او مصر له وړاندیز سره موافقه کړې ده.
د «المیادین» شبکې هم د فلسطین د مقاومت د یوه مشر له قوله خبر ورکړی ویلي یې وو، چې منځګړي او د حماس غورځنګ د اوربند د رامنځ ته کولو په اړه یوه نوي او ثابت فورمول ته رسېدلي او دغه ستونزه هم حل شوې ده.
هغه وویل حماس یوې موافقې ته د رسېدو لپاره ډېر نرمښت ښودلی او اوس توپ د صهیونیسټ رژیم په ځمکه کې دی.
د پیغام پای/
Your Comment