هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د سرپرست دولت وزارت عمومي مالي او اداري رییس مولوي عبدالرحمن زاهد نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سېلاب ځپلو کورنیو پاتې کسانو ته نغدي مرستې و وېشلې.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۸۹ کورونه په مکمل او قسمي ډول زیانمن شوي، ۱۱۴۲ جرېبه ځکه له منځه وړل شوې او دغه راز ۱۱ زره او ۴۵۰ سره څاروي له منځه تللي دي.
د پیغام پای/
Your Comment