کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د غوايي ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې په متحده عربي امارتو کې د افغانستان د سرپرست دولت د سفیر مولوي بدرالدین سره د اسلامي امارت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، مولوي بدرالدین په دغه لیدنه کې په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت د سفارت د کړنو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
بدرالدين د دې په څرګندولو سره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په ښه کچه دي وويل: په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت هڅه کوي چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړيکې پراختيا ومومي.
په متحده عربي اماراتو کې د سرپرست دولت سفیر څرګنده کړه: له هغه وخته چې زموږ یو زیات شمیر اتباع په کوربه هېواد کې شتون لري او قونسلګرۍ خدماتو ته اړتیا لري، د سفارت قونسلګرۍ څانګه په دې برخه کې فعاله ده او په نورو برخو کې زموږ د هېوادوالو د ستونزو څېړنه او حل ته یې لار لټوي.
مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې وويل: افغانستان او متحده عربي امارات د دوو دوستو مسلمانو هېوادونو په توګه په بېلابېلو برخو کې تاريخي او پياوړې اړيکې لري او اسلامي امارت غواړي چې دغه اړيکې لا زياتې پراختيا ومومي.
د سرپرست دولت اداري مرستیال یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له متحده عربي اماراتو سره ښې اړیکې او تعامل غواړي او په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت په کوربه هېواد کې د افغانستان د استازي په توګه باید هڅه وکړي، چې د اسلامي امارت د تګلارې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې پراخې شي.
مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ چې دغه سفارت باید په متحده عربي اماراتو کې مېشتو ټولو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې غوره خدمات وړاندې کړي.
د پیغام پای/
Your Comment