په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيايي لوبو د غوراوي پړاو کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته د ۵-۳ په ماتې ورکولو سره په اوزبیکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.
دا لوبه چې نن سهار په ۹:۳۰ بجو د تایلنډ په بنکاک کې پیل شوې وه، څو شېبې وړاندې پای ته ورسېده.
په داسې حال کې چې افغان لوبغاړو د لوبې لومړۍ نیمايي د ۱-۰ په توپیر د قرغزستان لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله، په دویمه نیمايي کې یې ۴ نور ګولونه وکړل او د ۵-۳ په توپیر یې د فوټسال نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې له دې مخکې د فوټبال د نړيوال جام په لوبو کې د عراق د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۵-۳ په توپير ماتې ورکړې وه.
په دې توګه د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ په اوزبیکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د ایرنا د خبر له مخې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نړیوال جام ته لار پیدا کوي.
د پیغام پای/
Your Comment