په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د ايران د فوټسال د نړيوالې کچې د دوو استادانو حسين شمس او رضا کردي سره چې د درېيو ورځو لپاره هېواد ته د فوټسال د دويمې درجې د اصولو او مقرراتو د تدريس لپاره راغلي وو، وکتل.
حافظ احمد جان ځدراڼ يو ځل بيا هېواد ته د نړيوالو استادانو راتګ ته ښه راغلاست ووايه او په هېواد کې يې د ښوونکو د ودې او پرمختګ لپاره د هغوى د تدريس او هڅو له امله مننه وکړه.
هغه زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی چې په هېواد کې د فوټسال د پرمختللو مفاهیمو د تدریس لپاره نړیوال استادان راغلي دي.
حسین شمس او رضا کردي نړیوالو روزونکو ډاډ ورکړ، چې دوی به د روزونکو د ظرفیت د لوړولو او په افغانستان کې د روزونکو له اصولو او مقرراتو سره د اشنا کولو لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د روزونکي مجید مرتضایي په مشرۍ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاریخي بریا خپله کړه او د لومړي ځل لپاره یې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په ازبکستان کې د فوټبال د نړیوال جام ۱۶ پړاو ته ورسېده.
د پیغام پای/
Your Comment