کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ نن شنبې د ثور اتمه، په افغانستان کې د پخواني شوروي د ګوډاګي کمونستي حکومت پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بریا ۳۲ مه کلیزه ده، هغه ورځ چې د جهادي مشرانو او سیاسي کارپوهانو په اند د افغان ولس د څوارلسو کلنو تاریخي زېږندو پایله ده.
محمد حسن انصاري چې یو له مجاهدینو او د پوهنتون استاد دی له ایرنا سره په مرکه کې وویل: د ثور اتمه هغه ورځ ده چې د افغانستان مجاهدینو د ملت په ملاتړ بریا ترلاسه کړه، نو ځکه نباید ځینې خلک د دغه ورځې ویاړونه په خپله ګټه وکاروي.
انصاري زیاته کړه: که چېرې خلک په ټول توان سره د مجاهدینو تر څنګ نه وای درېدلي، هغو هڅ ویاړ نه شوای تر لاسه کولی دا د خلکو رښتینی هوډ و چې جهادي مشرانو وکولی شول دا بریا د افغانستان د خلکو په ګټه راوڅرخوي.
هغه د افغانستان له بریا وروسته وضعیت ته هم اشاره وکړه ویې ویل: جهادي رهبران د جهاد په ډګر کې ښه ځلېدل، خو له بریا وروسته یې سم پلان او مدیریت نه درلود او ونه توانېدل چې دغه ستره لاسته راوړنه وساتي او یو ټول شموله اسلامي بنسټ جوړ کړي او د واک او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره په داخلي جګړو کې ښکېل وو.
انصاري وويل: له فتحې وروسته د مجاهدينو د ناکامۍ يو لامل د بهرنيو هېوادونو په تېره بيا د امريکا مداخله وه، زیاته یې کړه: افغانستان يو مهم هېواد دى او د اسيا زړه ګڼل کېږي، له همدې امله زياتره هېوادونه د دوى په ګټه ويني، د ثور له اتمې وروسته یې په دې هېواد کې د امنیت له نشتوالي ګټه پورته کړه، چې افغانستان سیاسي او اقتصادي ثبات ته ورسېږي.
د هغه په وينا، که افغانستان له سياسي او اقتصادي اړخه باثباته شي، لوېديځ هېوادونه په ځانګړې توګه امريکا به ونه شي کولى چې د خپلو ګټو لپاره په دې خاوره کې خپل ناوړه ارادې عملي کړي.
په ورته وخت کې د پخواني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپله اېکس پاڼه د افغانستان د خلکو د جهاد د بري د کلیزې یادونه کړې وايي، د ثور اتمه د ویاړ ورځ ده، هغه ملت چې د وطن د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره یې په خالي لاسونو او لوڅو پښو د خپلې ازادۍ او مقدساتو د دفاع لپاره په کلک هوډ او عزم سره مبارزه وکړه او له څوارلس کلن سپیڅلي جهاد وروسته یې خپل هېواد آزاد کړ.
د عبدالله په وينا، د نړيوال زبرځواک او سر پوځ پر وړاندې د سپېڅلي جهاد په ترڅ کې د افغانانو بې سارې قربانۍ نه هېرېدونکي دي او زموږ د هېواد د معاصر تاريخ په زرينو پاڼو کې ځلېږي.
عبدالله زیاته کړه: د دې اوږدې او نه ستړې کیدونکې مبارزې په پایله کې زموږ په سلګونو زره هېوادوال شهیدان او معیوب شول او په میلیونونو نور کډوالۍ ته اړ شول، دا بریا د ملیونونو افغانانو د سرښندنو او قربانیو پایله ده چې په خپل سپیڅلي جهاد سره یې ګټلې.
د عبدالله د څرګندونو پر بنسټ، د هغو مجاهدینو او خلکو اجرونه چې په دیني او ملي ارزښتونو یې په پوره اخلاص د خدای ج او افغانستان د ازادۍ لپاره هلې ځلې کړي او دروند قیمت یې ادا کړی، د خدای ج په دربار کې خوندي دی.
یو پخوانی مجاهد هدایت الله هدایت هم وايي: په ۱۳۷۱ کال کې له څوارلس کلن جهاد وروسته مجاهدینو د ۱۳۵۷ کال د ثور د کودتا په پایله کې هغه کمونیستي رژیم ړنګ کړ چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا یې ملاتړ کېده.
د هغه په وينا، د افغانستان مجاهدينو په جهاد او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د نړۍ ناڅرګند ځواک (پخواني شوروي اتحاد) ته ماتې ورکړه او نړۍ يې حيرانه کړه.
د ایرنا د خبر له مخې د ثور اتمه په افغانستان کې د کمونیستي حکومت پر وړاندې د مجاهدینو د بریا او د پخواني شوروي اتحاد د لاسپوڅو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت د ړنګېدو ۳۲ مه کلیزه لمانځي.
د پیغام پای/
یمن د امریکا د ۳۰ ملیون ډالرو په ارزښت د بې پیلوټه الوتکې نسکورول تایید کړل
کابل- ایرنا- د یمن وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې د امریکا د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بې پیلوټه الوتکه یې ویشتلې ده.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یمن وسله والو ځواکونو نن شنبې د ثور ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د خپل ماموریت د ترسره کولو پر مهال یې د دښمن یوه بې پیلوټه الوتکه په یوه مناسب میزایل چې نوم یې نه دی یاد شوی، په نښه کړې ده.
خبرپاڼط زياته کړې: په سور سمندرګي کې هم د (ANDROMEDA STAR) په نوم د انګليسي تېلو يوه بېړۍ هم په يوه مناسب سمندري توغندي سره وويشتل شوه.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چې دغه عملیات د فلسطین له مظلوم ولس سره د مرستې او زموږ په هېواد باندې د امریکا او انګلستان د بریدونو د مخنیوی لپاره ترسره شوي دي.
د دغې بیانیې په پای کې ټینګار شوی چې د یمن د پوځ عملیات به د غزې د کلابندۍ د ماتولو او پر هغې د بریدونو د بندیدو پورې دوام ولري.
دا څو ساعته مخکې یوه امریکايي چارواکي د دغه هېواد «CBS» شبکې ته تایید کړه چې د امریکا د پوځ یوه بې پیلوټه الوتکه د یمن په سواحلو کې لوېدلې ده.
البته دغه امریکايي چارواکي د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه کړی او نه یې ویلي چې دا د تخنیکي عوارض له امله وه او که د یمن د پوځ د بریدونو هدف و.
دغه بې پيلوټه الوتکه د جنرال اتومکس له خوا جوړه شوې، چې څه باندې ٣٢ ميليونه ډالره لګښت لري، تر دې مخکې د یمن وسله والو ځواکونو په نومبر میاشت کې هم د ورته ډول یوه بې پیلوټه الوتکه په نښه کړې وه.
د پیغام پای/
Your Comment