AP ۱۴۰۳ غویی ۵ ۱۸:۲۵
Journalist ID: 5513
News ID: 85455863
T T
۰ Persons
غزه کې د اسراییلو پر جنایتونو د نړۍ سترګې پټول ویرونکې ده

کابل- ایرنا د افغانستان سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په غزې تراډه کې د غاصب صهیونیسټي رژیم وحشت او بربریت په کلکه وغانده او له نړۍ یې وغوښتل چې دغه وحشت ودروي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبريال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د فلسطین په خان یونس سیمه کې د ناصر روغتون په څنډه کې ډله ییز قبر موندل شوی دی.

خبرپاڼط زياته کړې: د دغه روغتون له ساحې څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون د شهيدانو د جسدونو موندل د فلسطين د بې دفاع خلکو د مظلوميت او له نړيوالو قوانينو، مقرراتو او انساني ارزښتونو سره د صهيونېسټ غاصب رژيم د نه ژمنیت او د ټول انساني ارزښتونه پر وړاندې د نړۍ پروايي او بې غوري ښودونه کوي.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطیني ولس له حقه مبارزې څخه د خپل ملاتړ د اعلانولو په ترڅ کې د ناروغانو، ټپیانو او بې دفاع فلسطینیو ملکي وګړو ظالمانه وژنه په کلکو ټکو غندي او د لوی خدای له درباره یې شهیدانو ته د فردوس جنت غوښتنه کړې ده. 

د افغانستان سرپرست دولت له ټولو هغو کسانو چې هوښیار وجدان لري وغوښتل چې د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندط د صهیونیسټي رژیم د وحشت او بربریت په مخنیوي کې ونډه واخلي.

د ایرنا د خبر له مخې د فلسطین په خان یونس د ناصر روغتون په سیمه کې د صهیونیسټی رژیم د بشری ضد جنایتونو په نتیجه کې په لسګونو ډله ایز قبرونه موندل شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .