کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه د مالیزیا د لومړي وزیر د استازې ډاکتر شاهزلینا کوي په مشرۍ له مالیزیايي پلاوي سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
مېرمن شاهزلینا په دغه لیدنه کې و ویل، کابل ته د دوی د راتګ موخه د اسلامي امارت او مالیزیا تر منځ د اړیکو پراخول دي او د دغه هېواد چارواکي په دې برخه کې افغانستان ته په مثبت نظر ګوري او غواړي په بېلا بېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکارۍ وکړي.
د مېرمن شاهزلینا په وینا سره له دې چې د افغانستان په اسلامي امارت بندیزونه لګول شوي خو بیا هم د پرمختګونو ښې بېلګې لري خو په خواشینۍ سره چې نړیوالې رسنۍ د دغه لاس ته راوڼو د انعکاس د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د یاد پلاوي استازي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت پیغام به په کولالامپور کې د خپل هېواد چارواکو ته ورسوي او ډاډ یې ورکړ، چې د نړۍ سره به د اسلامي امارت د تعامل لپاره هڅې وکړي.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبير د ماليزيا د هيئت له شتون څخه د مننې په ترڅ کې هغه هېواد د افغانستان دوست وباله ويې ويل: هيله لرو چې دغه شان غونډې د کابل او کوالالامپور ترمنځ د مثبتو او رغنده اړيکو لامل شي.
د دولت سیاسي مرستیال مالیزیا د اسلامي نړۍ د پرمختګ یوه ښه بیلګه وبلله زیاته یې کړه، چې یاد هېواد د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم او ځانګړی ځای لري.
مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: د افغانستان حالات او وضعیت له هغه څه سره مخالف دي چې غربي رسنۍ يې په اړه راپور ورکوي، ځکه ځينې کړۍ د افغانستان پرمختګ او سوله نه شي زغملی.
هغه زیاته کړه، افغان حکومت بشپړ امنیت برابر کړی او اسلامي امارت د مالیزیا پانګوالو ته بلنه ورکوي، چې د سوداګرۍ ترڅنګ د مثبتو اړیکو د رامنځته کولو په موخه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د سرپرست دولت سیاسي مرستیال د دې په بیانولو سره چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري، څرګنده کړه: اوس مهال د سیمې د هېوادونو په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه نه ده.
په دې وروستیو کې سیاسي مرستیال د مالیزیا د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه وې ویل: اوس اسلامي امارت د افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلون په موخه له تېر حکومت څخه په میراث پاتې شوې بې وزلۍ سره مبارزه کوي او په دې برخه کې نړیوالې همکارۍ ته هم اړتیا ده.
د پیغام پای/
Your Comment