کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت مسوولینو نن دوشنبې د غوايی ۳ مه کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام ممدوف سره د سرپرست دولت د روغتیا وزارت د سرپرست ډاکتر قلندر عباد د لیندې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا، روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړولو برخو او ځینو نورو موضوعاتو کې د افغانستان او آذربایجان تر منځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
ډاکتر قلندر عباد د افغانستان او آذربایجان تر منځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د دوه اړخیزه همکاریو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت سرپرست و ویل، چې د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړاوی د دوی له لومړیتوبونو دی او له بېلا بېلو لارو هڅه کوي، چې د هېواد روغتیايي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې زمینه برابره کړي.
بل پلو د آذربایجان سفیر د روغتیا برخه کې د ګډ کار او ګډې همکارۍ څخه خوښي وښوده ویې ویل: موږ هڅه کو تر څو له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد مرستو او همکاریو ته دوام ورکړو.
د پیغام پای/
Your Comment