امریکا په امنیت شورا کې د فلسطین د غړیتوب پرېکړه لیک په ویټو کولو سره د بې عدالتۍ سره مرسته کوي

کابل- ایرنا- د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا له خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د فلسطین د غړیتوب پرېکړه لیک ویټو کول له بې عدالتۍ سره مرسته وبلله.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اسلامي همکاریو سازمان نن شنبې د غوايي اوله په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د غړیتوب د پریکړه لیک د ویټو په غبرګون کې د امنیت شورا په ناکامۍ خواشیني څرګنده کړه.

د دغه سازمان خبر پاڼې زیاته کړې: امریکا په امنیت شورا کې د فلسطین د غړیتوب په ویټو کولو سره د دغه ېیواد د خلکو د خپلو مشروع حقوقو د ترلاسه کولو له صلاحیته ډډه وکړه او د فلسطینیانو په خلاف یې «تاریخی ظلم» ته دوام ورکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار کړی، هغه هېوادونه چې په امنیت شورا کې یې د فلسطین غړیتوب رد کړی، باید خپل دریځونه سم کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د فلسطيني دولت په رسميت پيژندل د سولې او ثبات له ترلاسه کولو سره مرسته کوي او د دوو دولتونو د حل لارې د عملي کولو لپاره لاره هواروي.

د ایرنا د خبر له مخې امریکا د تېرې پنشنبې په ورځ د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د غړیتوب پریکړه لیک ویټو کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .