AP ۱۴۰۳ وری ۲۷ ۱۳:۴۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85445115
T T
۰ Persons
پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ پیلوي

کابل- ایرنا- د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په امر د پنجاب ایالتي دولت ته سپارښتنه شوې چې د افغانستان د کډوالو د ایستلو لړۍ د اپریل له ۱۵ مې پیل کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ پاکستاني رسنیو نن دوشنبې د وري ۲۷ مه راپور ورکړی چې د ای سي سي کارت لرونکي افغانستاني کډوال له دغه هېواد څخه ایستل کېږي.

د خپرولو شویو راپورونو پر اساس وفاقي حکومت به د پنجاب ایالتي حکومت ته د کارت لرونکو کسانو لیست چمتو کوي چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تابعیت کارت لرونکو څخه غوښتل شوي چې لومړی په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، که نه نو دوی به ونیول شي او ویستل شي.

سرچينې زياته کړه: د بهرنيو اتباعو د شړلو د دويم پړاو له بشپړېدو وروسته، په درېيم پړاو کې به د POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي ويستل شي.

د ایرنا په وینا؛ د تېر کال په پای کې پاکستان له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ او تر اوسه له دغه هېواده لسګونه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .